بلخ:
افغاني سرې میاشتې روانه اونۍ کې د بلخ ولایت د مرکز اړوند ۲۵۰۰ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته وویشله. یاده مرسته کې ۲۵۰۰ اړمنو کورنیو ته ۱۲۵ ټنه اوړه، ۶۱ ټنه وریژې، ۱۲ نیم ټنه بوره، ۵ ټنه مالګه، ۲ نیم ټنه شین چای، ۲۵۰۰۰ لیتره غوړي، او ۲۵۰۰ پاکټه بسکوټ وویشل شول.