بادغيس؛ تېرو ۳۰ ورځو کې زرګونو اړمنو هېوادوالو ته روغتیايي اسانتیاوې برابرې شوې دي

سې شنبه ، ۹ ربيع الأول ١۴۴٧
د افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د بادغيس ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٢٥٨١ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې، ټپونو د پانسمان، واکسینونو د تطبیق، خوارځواکۍ، له زېږون وړاندې او وروسته د اړینو روغتیايي مشورو او کورني پلان د تنظیم ترڅنګ ٢٤٣٤ تنه ناروغانو ته د لازمو روغتیايي مشورو وړاندې کولو برخه کې خدمتونه ترسره کړي دي.