افغانې سرې میاشتې ۲۰ کورنیو (۱۳۶ تنو) ته د کابل په مرستون کې نغدي مرسته وویشله

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۶/۲۹ - ۱۱:۵۹
افغانې سرې میاشتې ۲۰ کورنیو (۱۳۶ تنو) ته د کابل په مرستون کې نغدي مرسته وویشله

سوالګرو او اړمنو کورنیو سره د مرستې د لړۍ په دوام کې نن د صفر المظفر په ۲۲مه افغانې سرې میاشتې ۲۰ کورنیو (۱۳۶ تنو) ته د کابل په مرستون کې نغدي مرسته وویشله چی د کورنۍ هر غړي ته ۲۰۰۰ افغانۍ مرسته ویشل کیږي، په ویډیو کی دوه کورنۍ چې د هرې کورنۍ غړي ۵ تنه دی؛ ۱۰، ۱۰ زره افغانۍ ورکړل. شوي چی د دوی په وینا د کور ستونزې یي پرې تر ډیره بریده حل کیږي، همدارنګه تیره اونۍ هم سوالګرو کورنیو ته افغاني سرې میاشتې نغدي مرستې وېشلې چې یوې میرمنې ته چی د کورنۍ د ۹ غړو پالنه ور تر غاړې وه ۱۸۰۰۰ افغانۍ د میاشتنۍ مرستې په توګه ووېشل شوې چې له خوشالۍ په جامو کې نه ځایېده.افغاني سره میاشت په پام کې لري چی کابل ښار کې ۵۰۰۰ ثبت شویو سوالګرو کورنیو سره نغدي مرستو ته دوام ورکړی او د شونتیا په صورت کې به د مرستو دا پروګرام نورو ولایتونو ته هم وغځوي. تراوسه ددې پروګرام لاندې ټولټال ۱۲۹۶۰۰۰ افغانۍ ويشل شوي.په پام کې ده چې د لا هوساینې په موخه به په راتلونکې کې یادو اړمنو کورنیو سره نغدي مرستې له عزیزي بانک له لارې صورت مومي.

 

افغانې سرې میاشتې ۲۰ کورنیو (۱۳۶ تنو) ته د کابل په مرستون کې نغدي مرسته وویشله

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۵:۲۹
Background image

پکتیا ولایت کې د يوې ناروغې ماشومې له کورنۍ سره نغدي مرسته وشوه

یکشنبه، ۲۵ ذوالحجه ۱۴۴۶
د افغاني سرې میاشتې د مقام د حکم پر اساس د پکتیا ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د هغې دوه کلنې ناروغې ماشومې له کورنۍ سره لس زره (۱۰،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته ترسره. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۴:۴۳
Background image

د سېلاب خیریه بنسټ له لوري پر ۲۰۰ بې سرپرسته کورنیو د خوراکي توکو مرسته وېشل کېږي

کابل - یکشنبه، ۲۵ ذوالحجه ۱۴۴۶ ه ق
د ‎افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور او سرپرست سکرتر جنرال ښاغلي مولوي روح الله عبدالسلام په مرکزي دفتر کې د سېلاب. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۴:۳۲
Background image

د پېښو زیانمنو وګړو د رواني روغتیا ساتنې په موخه کارکوونکو ته روزنه ورکړل شوه

کابل – یکشنبه، ۲۵ ذوالحجه ۱۴۴۶ هـ ق

د افغاني سرې میاشتې د روغتیا او پېښو ریاستونو یو شمېر کارکوونکو ته د طبيعي او غیر طبيعي پېښو له امله د زیانمنو  هېوادوالو د رواني روغتیا ساتنې تر. . .

BACK TO NEWS