افغاني سرې میاشتې بغلان ولایت کې ۱۸۰ سیلاب ځپلو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو ترسره کړه!
سه شنبه د روان ۱۴۴۳ سپوږمیز کال د ذوالقعدې پر ۸مه نېټه د افغاني سرې میاشتې له لوري د دوست هېواد ترکیې په مرسته د بغلان ولایت په دهنه غوري ولسوالۍ کې ۱۸۰ سیلاب ځپلو کورنیو ته چې سروې یې مخکې ترسره شوې وه د خوراکي او غیر خوراکي توکو ۱۴ قلمه مرسته ووېشل شوه. په وېشل شوې مرسته کې د هرې کورنۍ لپاره ۵۰ کیلو اوړه، ۳ کیلو لوبیا، ۲ کیلو نخود، ۳ کیلو وریژې، ۶ کیلو بوره، ۳ کیلو نسک او غیر غذایي توکو کې ۳ خیمې، ۱ ترپال، د پخلنځي کېټ، د روغتیا ساتنې کېټ، ۷ کلچې صابون، یو نارینه پټو، ۱ جمپر او یوه نشراتي پاڼه شامل و ووېشل شول.