افغاني سرې مياشتې د يوه معيوب شخص سره مرسته وکړه
دوشنبه، ۲۷ رمضان ۱۴۴٧
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د کابل ولایت د يوه بېوزله معيوب شخص سره نغدي، خوراکي او غیر خوراکي مرسته وکړه.
ياد شخص، چې څو کاله وړاندې يې په ترکيه کې د کار پر مهال ښي لاس پرې شوی وه، دا مهال د کار کولو توان نه لري. د هغه په وینا، کورنۍ یې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ ده او د سرې میاشتې دا لاسنيوی به د دوی د لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې مرسته وکړي.
په مرسته کې د ۱۵ زره افغانيو سربېره، ۵۰ کيلو اوړه، ۲۰ لیتره غوړي، ۲۰ کیلو وریجې، ۳۰ کيلو مکروني، ۱۰ کیلو نخود، ۸ کيلو بوره، ۲ کيلو چای، ۲ کیلو سویا، ۱۶ کيلو خٌرما، ۳ د روغتيا ساتنې او انساني کرامت بستې، ۱ کمپله، ۲ بوتله ظرفشوی او نور بېلا بېل اړتیا وړ توکي شامل وو.
ښاغلي دلاور د یاد شخص ستونزې له نږدې واورېدې او راتلونکي لپاره یې د نورو مرستو ډاډ هم ورکړ.
افغاني سره میاشت هڅه کوي د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې له بېوزلو، معیوبینو او اړمنو کورنیو سره خپلې بشري مرستې دوامداره وساتي.
