افغاني سره مياشت د پېښځپلو د لاسنيوې، د ناروغانو د درملنې او د بي سرپرسته وګړو د مرستې په موخه هر کال په ټول هېواد کې د تلې پر ۲۴مه د ځانګړې اونۍ د پیل په موخه پرانیست غونډې دایروي!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۱ - ۱۲:۳۶
افغاني سره مياشت د پېښځپلو د لاسنيوې، د ناروغانو د درملنې او د بي سرپرسته وګړو د مرستې په موخه هر کال په ټول هېواد کې د تلې پر ۲۴مه د ځانګړې اونۍ د پیل په موخه پرانیست غونډې دایروي!

افغاني سره مياشت د پېښځپلو د لاسنيوې، د ناروغانو د درملنې او د بي سرپرسته وګړو د مرستې په موخه هر کال په ټول هېواد کې د تلې پر ۲۴مه د ځانګړې اونۍ د پیل په موخه پرانیست غونډې دایروي. افغاني سرې میاشتې نن دوشنبه د ربیع الثاني پر لومړۍ نېټه د یاد هدف په موخه د هېواد په ځینو ولايتونو ( بلخ، جوزجان، سرپل، فاریاب، سمنګان، بدخشان، غزني، تخار، کونړ، ننګرهار، لغمان، پروان، کاپیسا، پکتیکا او پکتیا) کې د دولت لوړ پوړه چارواکو، قومي مشرانو، مخورو او دیني علماو په ګډون پرانست غونډې دايرې شوې. د غونډو ګډونوالو ته د ځانګړې اونۍ په ویاړ د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزراء او د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رئیس پیغامونه واورول شول، چې په کې له ګډونوالو او خیر پاله هېوادوالو غوښتنه وشوه؛ تر څو له افغاني سرې میاشتې سره خپلې مرستې ونه سپموي او تر خپل توانه له افغاني سرې میاشتې ملاتړ وکړي.دا راز په یادو غونډو کې دولتي چارواکو، قومي مخورو او دیني علماوو هم په خپلو څرکندونو کې له شتمنو او خیر پاله هېوادوالو غوښتنه وکړه؛ ترڅو د ځانګړې اونۍ په ورځو کې د افغاني سرې میاشتې له رضاکارانو د مرستې ټیکټونه وپیرې او د بېوزله او اړمنو ناروغانو په لاسنیوي کې سهیم شي.

kk

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۲۰:۱۷
Background image

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د المان سولې کلي بنسټ له مسٸولينو سره د نويو پروژو د پيل په اړه خبرې وکړې

کابل – سې شنبه، ۲۰ ذوالحجه ۱۴۴۶ هـ.ق
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس، شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور په مرکزي دفتر کې د آلمان د سولې کلي خیریه بنسټ له مشرې آغلې بیرګېټ سټېپټر، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۸:۱۷
Background image

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس، د قطري سرې میاشتې پروګرامونو له مسئول سره وکتل

سې‌شنبه، ۲۰ ذو الحجه ۱۴۴۶
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور، په خپل کاري دفتر کې قطري سرې میاشتې د پروګرامونو له مسئول احمد عثماني سره وکتل. په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۶:۴۵
Background image

کونړ کې له سېلاب ځپلو کورنيو سره مرسته وشوه

سې شنبه، ۲۰ ذو الحجه ۱۴۴۶

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د کونړ ولایت د نرنګ ولسوالۍ په شډلو او بر نرنګ کلیو کې له دوو سېلاب ځپلو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وکړه. په دغو مرستو کې،. . .

BACK TO NEWS