کندهار کې ۶۰۰ کورنیو ته د افغاني سرې میاشتې له لوري مرسته وویشل شوه

arcs_website_admin
جمعه ۱۴۰۰/۱۱/۱۵ - ۲۲:۵
کندهار کې ۶۰۰ کورنیو ته د افغاني سرې میاشتې له لوري مرسته وویشل شوه

نن د جمعې په ورځ د کندهار ولایت په ژړۍ ولسوالۍ کې د افغاني سرې میاشتې له لوري د افغاني سرې میاشتې د سرپرست مرستیال ملا نورالدین ترابي په شتون کې ۶۰۰ اړمنو کورنیو ته مرسته وویشل شوه.

کندهار ولایت ته د سعودي عربستان د ملک سلمان خیریه بنسټ له لوري ۲۰۰۰ کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته چمتو شوې، چې د چمتو شوي پلان له مخې به له یادې مرستې ۱۶۰۰ کورنیو ته په ژیړۍ ولسوالۍ کې او پاتې ۴۰۰ نورو کورنیو ته د کندهار په مرکز کې وویشل شي.

په نننۍ ویشل شوې مرسته کې۸۰ کیلو اوړه، ۱۰ کیلو وریژې، ۱۰ کیلو لوبیا، ۶ کیلو بوره، ۶ کیلو دال، ۱۰ لیتره غوړي، یو د سړیو پټو، یو ښځینه ټیکری، ۱۰ جوړې جرابې، د ماشومانو ۴ خولۍ، یو جاکټ او یوه بړستن شامل دي.

کندهار کې ۶۰۰ کورنیو ته د افغاني سرې میاشتې له لوري مرسته وویشل شوه

 

کندهار کې ۶۰۰ کورنیو ته د افغاني سرې میاشتې له لوري مرسته وویشل شوه

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۴:۲۳
Background image

کابل او ارزګان؛ د ورښتونو له امله زیانمنو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

چهار شنبه، ۱۹ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د وروستیو سختو ورښتونو له امله د کابل ښار د دیارلسمې ناحیې د دشت برچي سیمې او بګرامیو ولسوالۍ ۱۳ زيانمنو کورنیو او د ارزګان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۴:۱۶
Background image

کابل؛ هلمند کې د افغاني سرې میاشتې د ځمکې د پانګونې داوطلبي ترسره شوه

چهارشنبه، ۱۹ ذوالقعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هلمند ولایت په لښکرګاه ښار کې پر ۹۹۴ متر مربع ځمکه د پانګونې په موخه د داوطلبۍ ناسته ترسره شوه.

یاده ناسته د تهیې او تدارکاتو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۹:۳۰
Background image

بادغیس کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې ده

چهارشنبه، ۱۹ ذوا لقعده ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د بادغیس ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۱۵۹ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

BACK TO NEWS