وړیا زده کړې او روښانه راتلونکی؛ کونړ کې ۱۵۰ زده‌کوونکي د افغاني سرې میاشتې له ښوونیز مرکز فارغ شول

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۶:۴۸
وړیا زده کړې او روښانه راتلونکی؛ کونړ کې ۱۵۰ زده‌کوونکي د افغاني سرې میاشتې له ښوونیز مرکز فارغ شول

دوشنبه، ۲۹ رجب ۱۴۴۷
د کونړ ولایت د افغاني سرې میاشتې د ځوانانو او رضاکارانو په ښوونیز مرکز کې د انګلیسي، لیک لوست او کمپیوټر برخو له ۱۵۰ تنو زده کوونکو څخه د درې میاشتنیو زده کړو تر بشپړولو وروسته د پای آزموینه واخیستل شوه.
د یادې آزموینې د پای ته رسېدو په پار په جوړه شوې غونډه کې ممتاز او مخکښ زده کوونکي د ستاینلیکونو او ډالیو په ورکړې سره وستایل شول.
د یادونې وړ ده، چې یاد ښوونیز مرکز کې اوسمهال ۲۰۰ تنه هغه زده کوونکي، چې په شخصي ښوونیزو مرکزونو کې د فیس ورکولو توان نه لري؛ په اسلامي ښوونې او روزنې، انګلیسي، کمپیوټر او لیک لوست برخو کې په وړیا ډول زده کړې ترلاسه کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۸:۲۶
Background image

هرات؛ د افغاني سرې میاشتې د ۱۱ روغتیايي بستونو لپاره له نوماندانو آزموینه واخستل شوه

سې شنبه، ۱ شعبان ۱۴۴۷
هرات کې پر یوولسو روغتیايي بستونو د وړ او مسلکي اشخاصو د ګمارلو په موخه د افغاني سرې میاشتې له لوري له یو شمېر نوماندانو تحريري آزموينه واخیستل شوه. 
آزموینه کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۸:۱۳
Background image

هلمند کې د اورلګېدنې له امله زیانمنې کورنۍ سره بېړنۍ مرسته وشوه

سې شنبه، ۱ شعبان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د هلمند ولایت په خانشین ولسوالۍ کې د اور لګېدنې له امله یوې زیانمنې شوې کورنۍ سره د بېړني لاسنیوي په موخه د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۷:۵۸
Background image

کونړ؛ ۲۴۰ زلزله ځپلې کورنۍ له ژمنیو او بشري مرستو برخمنې شوې

سې شنبه، ۱ شعبان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې له ۲۴۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د بېلابېلو غیر خوراکي او ژمنیو توکو مرسته وکړه.
په مرسته کې هرې. . .

BACK TO NEWS