کونړ؛ ۲۴۰ زلزله ځپلې کورنۍ له ژمنیو او بشري مرستو برخمنې شوې
سې شنبه، ۱ شعبان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې له ۲۴۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د بېلابېلو غیر خوراکي او ژمنیو توکو مرسته وکړه.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته د ماشومانو، نارینه او ښځینه وو جمپرونه، بنیانونه، دستکشې، جورابې، څادرونه، بوټان، ۱ د پخلنځي د توکو سیټ، ۱ د روغتیا ساتنې بسته او یو شمېر نور د اړتیا وړ توکي ورکړل شول.
افغاني سره میاشت د زلزلې له امله زیانمنو شوو کورنیو ته د مرستو په برابرولو سره د هغوی د ستونزو د راکمولو او د ژوند د آسانتیاوو په برخه کې دوامداره هڅې کوي.
