سرپرست عمومي رئیس د پکتیا ولایت د اړمنو وګړو د لاسنیوي ژمنه وکړه

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۲:۴۰
سرپرست عمومي رئیس د پکتیا ولایت د اړمنو وګړو د لاسنیوي ژمنه وکړه

کابل – پنجشنبه، ۱۴ محرم ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور د پکتیا ولایت له والي ملا مهرالله حماد سره د دغه ولایت د اړمنو وګړو د ستونزو حل او اړتیاوو پوره کولو په موخه وکتل.

ناسته کې ښاغلي دلاور د پکتیا او پکتیکا ولایتونو وګړي، چې د طبیعي پېښو او د دوامداره وچکالۍ د ناورين له امله اغېزمن شوي، له جدي ستونزو سره مخ وبلل او ژمنه یې وکړه، چې افغاني سره میاشت به د یادو ولایتونو له بې وزله او اړمنو کورنیو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

دغه راز ښاغلي دلاور ټینګار وکړ چې د بې‌ وزله وګړو ملاتړ او روغتیايي خدمتونه د افغاني سرې میاشتې له بنسټیزو موخو څخه دي او زموږ هڅه داده، څو له نړیوالو مرسته کوونکو بنسټونو او کاري شریکانو سره په همغږۍ خپلو مرستو ته پراختیا ورکړو.

د پکتیا ولایت والي هم په ناسته کې د دغه ولایت د لرې پرتو سیمو، راستنو شوو کډوالو او سیلاب ځپلو وګړو د وضعیت په اړه معلومات شریک کړل او د بېړني لاسنیوي غوښتنه یې وکړه، چې د سرپرست عمومي رئیس له لوري د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۵:۳۱
Background image

افغاني سره میاشت؛ راستنېدونکو کډوالو ته بشري مرستې دوام لري

شنبه، ۱۶ محرم الحرام ۱۴۴۷  

 د افغاني سرې میاشتې د مشرتابه په لارښوونه، د ‎هرات ولایت په اسلام‌قلعه بندر او د ‎نیمروز ولایت په ميلک بندر کې له ایران څخه راستنو شوو کډوالو ته د پخو خوړو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۵:۱۶
Background image

په ښوونيزو مرکزونو کې ۲٧١٠ تنه زده کوونکو ته زده کړې ورکړل شوي دي

شنبه، ١٦ محرم الحرام ۱۴۴٧

افغاني سرې میاشتې  په تېره يوه اونۍ کې د ټول هېواد په کچه د ځوانانو او رضاکارانو د  ۳٧ ښوونيز مرکزونو له لارې په ټوله کې ۲٧١٠ تنه زده کوونکو ته په بېلابېلو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۴:۵۷
Background image

فارياب ولايت کې د ٤١٥٥ هېوادوالو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې ده

شنبه، ١٦ محرم الحرام ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د فارياب ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٣٦٣٩ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

BACK TO NEWS