فارياب ولايت کې د ٤١٥٥ هېوادوالو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې ده
شنبه، ١٦ محرم الحرام ١۴۴٧
د افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د فارياب ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٣٦٣٩ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې، ټپونو د پانسمان، واکسینونو د تطبیق، خوارځواکۍ، له زېږون وړاندې او وروسته د اړینو روغتیايي مشورو او کورني پلان د تنظیم ترڅنګ ٥١٦ تنه ناروغانو او مراجعینو ته د لازمو روغتیايي مشورو وړاندې کولو برخه کې خدمات ترسره کړي دي.
