د ستراتېژیک پلان د جوړولو   په موخه له کاري شریکانو سره تعقیبي ناسته وشوه!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۴ - ۱۵:۴۷
خبرونه

د ستراتېژیک پلان د جوړولو   په موخه له کاري شریکانو سره تعقیبي ناسته وشوه!

د افغاني میاشتې سرپرست سکرتر جنرال ښاغلي مولوي روح الله عبدالسلام  او د نوموړي دوو مرستیالانو  ښاغلي مولوي عبداللطيف ثابت او  ښاغلي مولوي عزت الله امین  نن چهارشنبه د ذوالقعدې میاشتې پر ۱۶ مه، ددې خیریه ملي ټولنې مرکزي دفتر کې د کاري شریکانو ( آی سي آر سي، نړیوال فدراسیون، ډنمارک او ناورې سرو صلیبونو) د مسٸولینو سره د سرې میاشتې د ستراتیژیک پلان د جوړولو او په تېرو ناستو کې په دې تړاو د همکارۍ په اړه د شویو ژمنو د تعقیب او اړینو مشورو د شریکولو په موخه بیا ځلې ناسته وکړه.

د ناستې په پيل کې سرپرست سکرتر جنرال د ستراتیژیک پلان د جوړولو  برخه کې د کاري شریکانو له ګډې همکارۍ او غوره همغږۍ څخه مننه او قدرداني وکړه او د یاد پلان د جوړولو  برخه کې یې د هېواد روان حالت، نویو تغیراتو، د ملي ټولنې ظرفیت او د وګړو اړتیاوو او لومړیتوبونو ته په پاملرنې سره لازم او بشپړ معلومات شریک کړل.

دا راز ښاغلي روح الله له افغاني سرې میاشتې سره د یادو کاري شریکانو مالي او تخنیکي همکارۍ اغېزمنې او اړینې یادې کړې.

ورپسې په افغانستان کې د  آی سي آر سي،  نړیوال فدراسیون، ډنمارک او ناورې سرو صلیبونو مسٸولینو په خپلو څرګندونو کې وویل چې نوی ستراتیژيک پلان دې د تېر هغه د نیمګړتیاوو په لرې کولو سره  د نویو شرایطو پر بنسټ ترتیب شي او په دې تړاو یې له دې خیریه ملي ټولنې سره د  همکارۍ او غوره همغږۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۱۲:۵۲
Background image

د واورې ورښت؛ پروان کې زیانمنې کورنۍ سره بېړنۍ مرسته وشوه

پنجشنبه، ۱۰ شعبان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د پروان ولایت د سیاګرد ولسوالۍ په یخدرې سیمه کې د واورې د ورښت له امله یوې زیانمنې کورنۍ سره ۴ قلمه غیر خوراکي مرسته وکړه، چې په کې ۱ خېمه، ۶. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۹:۵۶
Background image

بدخشان؛ زرګونه ناروغان د افغاني سرې مياشتې له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي دي

پنجشنبه، ١٠ شعبان ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د بدخشان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٢٤٢٧ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۸:۵۳
Background image

بلخ؛ پر ۱۰۰۰ راستنو شوو کورنیو پراخه بشري مرسته ووېشل شوه

چهارشنبه، ۹ شعبان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په لارښوونه، د بلخ ولایت د مرکز مزار شریف ښار په اړوندو ناحیو کې له ګاونډیو هېوادونو څخه پر ۱۰۰۰. . .

BACK TO NEWS