د ستراتېژیک پلان د جوړولو په موخه له کاري شریکانو سره تعقیبي ناسته وشوه!

د ستراتېژیک پلان د جوړولو په موخه له کاري شریکانو سره تعقیبي ناسته وشوه!
د افغاني میاشتې سرپرست سکرتر جنرال ښاغلي مولوي روح الله عبدالسلام او د نوموړي دوو مرستیالانو ښاغلي مولوي عبداللطيف ثابت او ښاغلي مولوي عزت الله امین نن چهارشنبه د ذوالقعدې میاشتې پر ۱۶ مه، ددې خیریه ملي ټولنې مرکزي دفتر کې د کاري شریکانو ( آی سي آر سي، نړیوال فدراسیون، ډنمارک او ناورې سرو صلیبونو) د مسٸولینو سره د سرې میاشتې د ستراتیژیک پلان د جوړولو او په تېرو ناستو کې په دې تړاو د همکارۍ په اړه د شویو ژمنو د تعقیب او اړینو مشورو د شریکولو په موخه بیا ځلې ناسته وکړه.
د ناستې په پيل کې سرپرست سکرتر جنرال د ستراتیژیک پلان د جوړولو برخه کې د کاري شریکانو له ګډې همکارۍ او غوره همغږۍ څخه مننه او قدرداني وکړه او د یاد پلان د جوړولو برخه کې یې د هېواد روان حالت، نویو تغیراتو، د ملي ټولنې ظرفیت او د وګړو اړتیاوو او لومړیتوبونو ته په پاملرنې سره لازم او بشپړ معلومات شریک کړل.
دا راز ښاغلي روح الله له افغاني سرې میاشتې سره د یادو کاري شریکانو مالي او تخنیکي همکارۍ اغېزمنې او اړینې یادې کړې.
ورپسې په افغانستان کې د آی سي آر سي، نړیوال فدراسیون، ډنمارک او ناورې سرو صلیبونو مسٸولینو په خپلو څرګندونو کې وویل چې نوی ستراتیژيک پلان دې د تېر هغه د نیمګړتیاوو په لرې کولو سره د نویو شرایطو پر بنسټ ترتیب شي او په دې تړاو یې له دې خیریه ملي ټولنې سره د همکارۍ او غوره همغږۍ ژمنه وکړه.