پر ۸۱ سوالګرو کورنیو درې سوه اووه اویا زره افغانۍ مرسته ووېشل شوه!

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۱ - ۱۸:۳۶
خبرونه

پر ۸۱ سوالګرو کورنیو درې سوه اووه اویا زره افغانۍ مرسته ووېشل شوه!

نن پنجشنبه د ذوالقعدې میاشتې پر ۳ مه، د افغاني سرې میاشتې مرکزي مرستون کې د کابل ښار بېلابېلو ولسواليو او ناحیو پر ۸۱ مستحقو پېژندل شویو کورنيو په ټولیز ډول ۳۷۷،۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته؛ د دې خیریه ملي ټولنې د سرپرست سکرتر جنرال ښاغلي مولوي روح الله عبدالسلام په شتون کې ووېشل شوه.

د یادې نغدي مرستې د وېش پر مهال سرپرست سکرتر جنرال په خپلو خبرو کې وویل: " دغه نغدي مرسته پر هغو بې سرپرسته مېرمنو او سوالگرو کورنیو وېشل کېږي، چې له وړاندې مستحقې پېژندل شوې وې او د کار کولو څوک یې نه لرل."

دا راز ښاغلي عبدالسلام زیاته کړه، افغاني سرې میاشتې تل بې سرپرسته مېرمنو، ماشومانو او مستحقو وګړو ته په بشپړ شفافیت، عدالت او روڼتیا مرستې رسولي او دې برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

د یادونې وړ ده چې په یاده مرسته کې د ډېرو غړو لرونکې کورنۍ ته ۵۰۰۰ افغانۍ، منځني نفوس لرونکې کورنۍ ته ۴۰۰۰ افغانۍ او د کمو غړو  لرونکې هرې کورنۍ ته ۲۰۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

پکتیا کې د درې میلیونه افغانیو په ارزښت رغنیزې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

پنجشنبه، ۱۶ ربیع الآخر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیا ولایت په ډنډِ پټان ولسوالۍ کې د درې میلیونه افغانیو په ارزښت د کار په بدل کې د پیسو د ورکړې پروژه، چې موخه یې د ۲۹۲ مترو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۱۴:۵۰
Background image

د افغاني سرې میاشتې مشرتابه د مرکزي ریاستونو د مسئولینو سره مشورتي ناسته وکړه

پنجشنبه، ۱۶ ربیع الآخر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن، د سکرتر جنرال عملياتي مرستیال ښاغلي مولوي روح. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۶ - ۱۸:۱
Background image

بغلان کې پر اړمنو بزګرانو څه کم ۱۶ میلیونه افغانۍ ووېشل شوې

چهارشنبه، ۱۵ ربیع الآخر ۱۴۴۷
د افعاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې د وچکالۍ له امله له ۶۲۵ اغېزمنو شوو بزګرانو سره په ټوله کې پنځلس میلیونه او شپږ سوه پنځه ویشت. . .

BACK TO NEWS