پر ۸۱ سوالګرو کورنیو درې سوه اووه اویا زره افغانۍ مرسته ووېشل شوه!

پر ۸۱ سوالګرو کورنیو درې سوه اووه اویا زره افغانۍ مرسته ووېشل شوه!
نن پنجشنبه د ذوالقعدې میاشتې پر ۳ مه، د افغاني سرې میاشتې مرکزي مرستون کې د کابل ښار بېلابېلو ولسواليو او ناحیو پر ۸۱ مستحقو پېژندل شویو کورنيو په ټولیز ډول ۳۷۷،۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته؛ د دې خیریه ملي ټولنې د سرپرست سکرتر جنرال ښاغلي مولوي روح الله عبدالسلام په شتون کې ووېشل شوه.
د یادې نغدي مرستې د وېش پر مهال سرپرست سکرتر جنرال په خپلو خبرو کې وویل: " دغه نغدي مرسته پر هغو بې سرپرسته مېرمنو او سوالگرو کورنیو وېشل کېږي، چې له وړاندې مستحقې پېژندل شوې وې او د کار کولو څوک یې نه لرل."
دا راز ښاغلي عبدالسلام زیاته کړه، افغاني سرې میاشتې تل بې سرپرسته مېرمنو، ماشومانو او مستحقو وګړو ته په بشپړ شفافیت، عدالت او روڼتیا مرستې رسولي او دې برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
د یادونې وړ ده چې په یاده مرسته کې د ډېرو غړو لرونکې کورنۍ ته ۵۰۰۰ افغانۍ، منځني نفوس لرونکې کورنۍ ته ۴۰۰۰ افغانۍ او د کمو غړو لرونکې هرې کورنۍ ته ۲۰۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.