هرات ولایت کې پر ۲۰۰ بې سرپرسته او اړمنو کورنیو د ځان بسياینې په موخه نغدي مرسته ووېشل شوه!

هرات ولایت کې پر ۲۰۰ بې سرپرسته او اړمنو کورنیو د ځان بسياینې په موخه نغدي مرسته ووېشل شوه!
نن یکشنبه د رمضان د میاشتې پر ۲مه، د افغاني سرې میاشتې اړوند د هرات ولایت مرستون له لوري له ۲۰۰ بې سرپرسته کونډو، معلول لرونکو او اړمنو کورنیو سره د دوى ځان بسياینې او د کوچنیو کاروبارونو ( مالدارۍ، خياطۍ، چرګانو ساتنې، دوکاندارۍ......) د برابرولو په موخه په لومړي پړاو کې په ټولیزه توګه څلور میلیونه (۴،۰۰۰،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته ترسره شوه، چې هرې کورنۍ ته ۲۰،۰۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.
د یادونې وړ ده، چې پر یادو کورنیو به په نزدې راتلونکي کې په دوهم پړاو کې هم پاتې نغدي مرسته ووېشل شي.