د افغاني سرې میاشتې مرستیال د مرکزي رياستونو له مسئولينو سره ناسته ترسره کړه!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۳ - ۱۳:۸
خبرونه

د افغاني سرې میاشتې مرستیال د مرکزي رياستونو له مسئولينو سره ناسته ترسره کړه!

نن دوشنبه د رمضان د میاشتې پر ۳ مه، د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن ددې خیریه ملي ټولنې د مرکزي دفتر د ریاستونو له رئیسانو او د مستقلو آمريتونو له آمرينو سره اداري ناسته وکړه. 
ناسته کې د افغاني سرې میاشتې مرستیال د اسلام د مبارک دين له نظره د واک او مسئولیت په تړاو د هر اړخيزو خبرو کولو ترڅنګ په چارو کې پر غوره همغږۍ او د دعوت او ارشاد د قوانینو پر تطبیق بحث او خبرې وکړې.
همدارنګه ښاغلي حافظ عزیز الرحمن پر نېکيو امر او له منکراتو منع کول د هر مؤمن مسلمان اسلامي او ایماني وجیبه وګڼله او اړونده مسئولینو ته یې سپارښتنه وکړه، څو د الله پاک د رضا حاصلولو او اسلامي امورو د تطبیق په موخه خپل کارکوونکي لازمو کړنو ته وهڅوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۳ - ۱۷:۴۲
Background image

کندهار ولایت کې پر  ۲۰۰ بې سرپرسته او اړمنو کورنیو د ځان بسياینې په موخه نغدي مرسته ووېشل شوه!

کندهار ولایت کې پر  ۲۰۰ بې سرپرسته او اړمنو کورنیو د ځان بسياینې په موخه نغدي مرسته ووېشل شوه!

 نن دوشنبه د رمضان د میاشتې پر ٣ مه، د افغاني سرې میاشتې اړوند د کندهار ولایت مرستون له. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۳ - ۱۳:۱۶
Background image

غزني ولایت کې د ورښتونو له امله له زیانمنو شویو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته ترسره شوه!

غزني ولایت کې د ورښتونو له امله له زیانمنو شویو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته ترسره شوه!

نن دوشنبه د رمضان د میاشتې پر ۳مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۳ - ۱۳:۸
Background image

د افغاني سرې میاشتې مرستیال د مرکزي رياستونو له مسئولينو سره ناسته ترسره کړه!

د افغاني سرې میاشتې مرستیال د مرکزي رياستونو له مسئولينو سره ناسته ترسره کړه!

نن دوشنبه د رمضان د میاشتې پر ۳ مه، د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن ددې خیریه ملي ټولنې. . .

BACK TO NEWS