کونړ کې له سېلاب ځپلو کورنيو سره مرسته وشوه

سې شنبه، ۲۰ ذو الحجه ۱۴۴۶
د افغاني سرې میاشتې ټولنې د کونړ ولایت د نرنګ ولسوالۍ په شډلو او بر نرنګ کلیو کې له دوو سېلاب ځپلو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وکړه. په دغو مرستو کې، هرې کورنۍ ته اووه کمپلې، یو ترپال، یو سیټ د پخلنځي توکي، او دوه د اوبو بوشکې ورکړل شوې.
همداراز، له یادو کورنیو څخه یوې ته یوه خېمه هم ورکړل شوه.
د افغاني سرې میاشتې مسوولینو وویل، چې دوی ژمن دي د هېوادوالو ستونزو ته د خپلو امکاناتو له مخې پر وخت رسیدنه وکړي.