کابل؛ د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنې کورنۍ ته د غیر خوراکي توکو مرسته ورکړل شوه
دوشنبه، ۱۲ صفر ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل ښار د دوه ویشتمې ناحیې د سهاک په سیمه کې هغې کورنۍ ته، چې د وروستیو سختو سېلابونو له امله زیانمنه شوې وه، د غیر خوراکي توکو مرسته ورکړل شوه.
یاده مرسته د کورنۍ د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو او د لنډمهالې سرپناه د برابرولو په موخه ترسره شوه، چې پکې یوه خېمه، شپږ کمپلې، دوه ترپالونه، د پخلنځي د توکو یو سیټ او د اوبو دوه بوشکې شاملې وې.
افغاني سره میاشت هڅه کوي؛ څو زیانمنو کورنیو ته پر وخت بشري مرستې ورسوي او د بېړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې يې خپل مسٶوليت ادا کړي.
