کابل؛ د افغاني او مالیزیا سرو مياشتو ترمنځ د بشري همکاریو پر پراختیا ټینګار وشو

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۶:۵۵
K

دوشنبه، ۱٧ ربیع‌الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور، د مالیزیا سرې میاشتې له مشرې، آغلې تونکو پوتري انتان سفیناز او د دې ادارې له یو شمېر نورو مسؤولینو سره د بشري مرستو او همکاریو د پراختیا په اړه آنلاین ناسته وکړه.

د ناستې پر مهال ښاغلي دلاور د افغاني سرې میاشتې د روغتیايي او بشري خدمتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د قلبي روغتون له لارې د زړه سوري لرونکو ماشومانو د عملیاتو او درملنې، په اوو سیمه‌ ییزو زونونو کې د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې او له ګاونډیو هېوادونو څخه راستنو شویو کډوالو ته په پنډغالو کې د بشري خدمتونو یادونه یې وکړه.

هغه زیاته کړه، چې افغاني سره میاشت په ټول هېواد کې د ۲۱۷ ثابتو کلینیکونو او ګرځنده روغتیايي ټیمونو له لارې اړمنو خلکو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي او د پېښو پر مهال د زیانمنو شویو او اړمنو کسانو اړتیاوو ته په کتو لازمې مرستې رسوي.

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس د دغو فعالیتونو د لا پیاوړتیا لپاره د مالیزیا سرې میاشتې ملاتړ مهم وباله او د لا زیاتو همکاریو غوښتنه یې وکړه.

له بلې خوا، د مالیزیا سرې میاشتې مشرې د پېښو پر مهال د زیانمنو خلکو د ملاتړ او د بشري خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د افغاني سرې میاشتې فعالیتونه وستایل.

آغلې سفیناز د افغاني سرې میاشتې د رضاکارانو لپاره د جوړې شوې پالیسۍ هرکلی وکړ او ویې ویل، چې دغه پالیسي به د رضاکارانو د خوندیتوب او ملاتړ ترڅنګ، هغوی ته د لا اغېزمن فعالیت زمینه برابره کړي.

نوموړې همدارنګه د دواړو سرو میاشتو ترمنځ ګډه همکاري د بشري خدمتونو د لا پراختیا او اغېزمنتیا لپاره مهمه وبلله.

د ناستې په پای کې دواړو لوریو د بشري مرستو، ګډو فعالیتونو او دوه‌ اړخیزو همکاریو پر دوام او پراختیا ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۶:۵۵
Background image

کابل؛ د افغاني او مالیزیا سرو مياشتو ترمنځ د بشري همکاریو پر پراختیا ټینګار وشو

دوشنبه، ۱٧ ربیع‌الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور، د مالیزیا سرې میاشتې له مشرې، آغلې تونکو پوتري انتان سفیناز او د دې ادارې له یو شمېر نورو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۵:۱۱
Background image

پروان؛ د څاه کیندلو پېښې د قرباني له کورنۍ سره نغدي مرسته وشوه

دوشنبه، ۱۷ ربیع‌ الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پروان ولایت په شینواري ولسوالۍ کې د څاه کیندلو پر مهال د یوې پېښې د قرباني له کورنۍ سره يوه اندازه نغدي مرسته وشوه.

یاد کس څه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۴:۳۵
Background image

خوست؛ ۹۰ کاریګرو ته د کارموندنې په موخه د ۳.۵ میلیونه افغانیو پروژه پیل شوه

دوشنبه، ۱۷ ربیع‌ الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ په عطاخېل، تیاکي، منځي، سوروټکي او غزا غونډۍ کلیو کې د کار په بدل کې د نغدو پیسو پروژه د ۳.۵. . .

BACK TO NEWS