خوست؛ ۹۰ کاریګرو ته د کارموندنې په موخه د ۳.۵ میلیونه افغانیو پروژه پیل شوه
دوشنبه، ۱۷ ربیع الأول ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې له لوري د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ په عطاخېل، تیاکي، منځي، سوروټکي او غزا غونډۍ کلیو کې د کار په بدل کې د نغدو پیسو پروژه د ۳.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوه.
د دغې پروژې له لارې به ۹۰ بېوزله کسان د ۳۰ ورځو لپاره پر کار وګومارل شي، چې له ډلې یې اته مسلکي او ۸۲ غیرمسلکي کاریګر دي.
په پروژه کې د ۳۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبو کانال جوړول، د اته مترو په اوږدوالي د استنادي دېوال جوړول او د ۱۵۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبو کانال پاکول شامل دي.
د پروژې په بشپړېدو سره به د سیمې د اوبو لګولو چارې اسانه او د کرنیزو ځمکو د خړوبولو زمینه ښه شي، چې ورسره به د خلکو د معیشت په ښه کېدو کې هم مرسته وکړي.
دغه پروژه د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مالي ملاتړ پلي کېږي او موخه یې د کارموندنې له لارې د اړمنو کورنیو اقتصادي ملاتړ او د اوبو لګولو د اسانتیاوو له لارې د سیمې د خلکو د معیشت ښه کول دي.
