پروان؛ د څاه کیندلو پېښې د قرباني له کورنۍ سره نغدي مرسته وشوه
دوشنبه، ۱۷ ربیع الأول ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې له لوري د پروان ولایت په شینواري ولسوالۍ کې د څاه کیندلو پر مهال د یوې پېښې د قرباني له کورنۍ سره يوه اندازه نغدي مرسته وشوه.
یاد کس څه موده وړاندې په شینواري ولسوالۍ کې د څاه کیندلو پر مهال د یوې پېښې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی و.
دغه نغدي مرسته د قرباني د کورنۍ د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه ترسره شوه.
