پکتیا کې ۶۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو سره د څښاک پاکو اوبو مرسته وشوه
یکشنبه، ۷ ذو الحجه ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیا ولایت د ځاځي آریوب ولسوالۍ له ۶۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو سره د څښاک پاکو اوبو ۳۶۰۰ بستې مرسته وشوه.
یاده مرسته د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون له لوري برابره شوې وه، چې له مخې یې هرې کورنۍ ته د څښاک اوبو د لنډمهالې اړتیا د پوره کولو په موخه ۶ بستې پاکې اوبه ورکړل شوې، چې په هره بسته کې ۱۲ بوتله د څښاک پاکې اوبه شاملې وې.
افغاني سره میاشت هڅه کوي د بېځایه شویو او زیانمنو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د نورو بشري مرستو ترڅنګ د څښاک پاکو اوبو برابرولو ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي.
