په لوګر کې پر ٥٢ سوالګرو کورنیو نغدې مرستې ووېشل شوې

په لوګر کې پر ٥٢ سوالګرو کورنیو نغدې مرستې ووېشل شوې
شنبه، ٣ ذوالحجه ۱۴۴۶
د افغاني سرې میاشتې له لوري په لوګر کې له ۵۲ سوالګرو کورنیو سره د ۲۴۳ زره افغانیو نغدي مرستې ووېشل شوې، دغه مرستې د عزيزي بانک له لارې ورکړل شوې.
یادې کورنۍ چې له سوالګرۍ څخه د مخنیوي کمېسیون په همغږۍ له مرکز او ولسوالیو څخه راټولې شوې وې، تر مستحق پېژندو وروسته ورته د بانکي حسابونو په جوړېدو سره د ثور میاشتې مرسته نن ووېشل شوه.
په مرسته کې ګڼ نفوس لرونکو ۴۵ کورنیو ته د کورنۍ په سر ۵۰۰۰، منځني نفوس لرونکو دوو کورنيو ته ۴۰۰۰ او پنځو کم نفوس لرونکو ته ۲۰۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.
ياده مرستې چې هره میاشت د بانکي حسابونو له لارې دوى ته حواله کېږي، موخه يې د بې وزلو ملاتړ او د هغوی د ژوند د شرایطو ښه والی دى.