پر ۱۰۰ راستنو شویو کډوالو او اړمنو کورنیو د خوراکي او غیري خوراکي توکو مرسته وویشل شوه

پنجشنبه، ۸ ذوالحجه ۱۴۴۶
د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور او په افغانستان کې د ترکیې هېواد سرې میاشتې مشر ښاغلي نعیم الله کریمي په شتون کې د ترکیې هېواد د سرې میاشتې او چین د سره صلیب په مالي ملاتړ د خوراکي او غیر خوراکي توکو چمتو شوې مرسته پر ۱۰۰ اړمنو او راستنو شویو کډوالو کورنیو وویشل شوه.
د یادې مرستې د وېش پر مهال سرپرست عمومي رئیس د ذوالحجې میاشتې د مبارکو ورځو او د اختر له را رسېدو سره سم د اړمنو وګړو د لاسنیوي برخه کې د ترکیې او چین هېوادونو د اوسنۍ او تېرو مرستو مننه وکړه او دغه مرسته یې د بې وزله کورنیو د ورځنیو اړتیاوو پوره کېدو برخه کې مهمه یاده کړه او هم یې ته د مرستو د وېش برخه کې د بشپړ عدالت او ناپلوۍ ډاډ څرګند کړ.
ورپسې په افغانستان کې د ترکیې هېواد د سرې میاشتې مشر د افغاني سرې میاشتې د بشرپالو خدماتو ستاینه وکړه او د بشري مرستو د دوام ژمنه یې وکړه.
یاده د وي چې په خوراکي توکو کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کېلو اوړه، ۱۰ کېلو وریژې، ۵ کیلو لوبیا، ۵ لیتره غوړي او یو بسته چې چای، بوره، روب او بیسکویت او د غیرې خوراکي توکو مرسته کې ۳ کمپلې، ۵ ځان پاکونه، ۵ جوړه څپلکې، ۵ کاسې او ځینې نور د اړتیا وړ توکي شامل وو.