هرات او کندهار؛ ۶۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۶.۳ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه
دوشنبه، ۲۴ ذو القعده ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت په شینډنډ، کوه زور، اوبه، پشتون زرغون، کشک رباط سنګي، ګذره او کهسان ولسوالیو کې ۴۰۰ کورنیو ته او په کندهار ولایت کې ۲۰۰ کورنیو ته، چې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنې شوې وې، ۶.۳ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه.
یاده مرسته د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون له لوري چمتو شوې وه، چې له مخې یې هرې کورنۍ ۱۰۵۰۰ افغانۍ ترلاسه کړې.
دغه مرسته سېلاب ځپلو کورنیو ته د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو او بشري ملاتړ په موخه ورکړل شوه.
افغاني سره میاشت ژمنه ده، چې د طبیعي پېښو له امله د زیانمنو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې پر وخت ملاتړ وکړي.
