نورستان؛ له ۱۵۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو سره یو میلیون او ۵۷۵ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه
شنبه، ۶ ذو الحجه ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د نورستان ولایت د مرکز پارون او کامدېش ولسوالۍ ۱۵۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته یو میلیون او ۵۷۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه.
یاده مرسته د ناروې سره صلیب په مالي ملاتړ برابره شوې وه، چې له مخې یې هرې کورنۍ ۱۰ زره او ۵۰۰ افغانۍ ترلاسه کړې.
دغه مرسته د بېځایه شویو کورنیو د بېړني ملاتړ او د هغوی د اساسي اړتیاوو د پوره کولو په موخه ترسره شوه.
افغاني سره میاشت هڅه کوي د بېځایه شویو او زیانمنو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره پر وخت بشري مرستې ورسوي.
