هرات؛ ۷۸ کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو د پیاوړتیا لپاره څه باندې یو میلیون افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه
شنبه، ۴ محرم الحرام ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت په شینډنډ او زنده جان ولسوالیو کې ۷۸ کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو د پیاوړتیا لپاره د دویم پړاو په ترڅ کې ۱ میلیون او ۱۴ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.
په دې مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۳ زره افغانۍ ورکړل شوې، چې د طبیعي پېښو او اقلیمي بدلونونو له امله زیانمنې شوې وې. یادو کورنیو تر دې وړاندې د مرستې لومړی قسط هم ترلاسه کړی و، چې پر مټ یې د خپلو کاروبارونو لپاره اړین وسایل او تجهیزات برابر کړي وو.
یادې کورنۍ د مچیو روزنې، خیاطۍ، خامک دوزۍ، ګلدوزۍ، وېلډېنګ، برښنايي کارونو، د یخچالونو او موبایلونو ترمیم، سلمانۍ او نورو حرفوي برخو کې فعالیت کوي.
دغه مرسته د اقلیمي بدلونونو پروژې په چوکاټ کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون په مالي ملاتړ ترسره شوه، چې موخه یې د کوچنیو کاروبارونو د پراختیا، د عایداتي سرچینو پیاوړتیا او د زیانمنو کورنیو د معیشتي وضعیت ښه کول دي.
افغاني سره میاشت د معیشتي او اقتصادي پروګرامونو له لارې د اړمنو کورنیو د ځانبساینې، عایداتي سرچینو د پیاوړتیا او د ژوند د شرایطو د ښه والي لپاره هڅې کوي.
