ننګرهار؛ د وروستۍ بمبارۍ له امله زیانمنې کورنۍ سره نغدي مرسته وشوه
دوشنبه، ۱۳ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ اړوند په ګردي کڅ کې له هغې کورنۍ سره نغدي مرسته وشوه، چې د وروستۍ بمبارۍ له امله زيانمنه شوې وه.
یادې کورنۍ ته ۵۰ زره افغانۍ ورکړل شوې، چې د پېښې له امله یې د کورنۍ زیات شمېر غړو خپل ژوند له لاسه ورکړی و او ځینې نور پکې ټپیان شوي وو.
دغه مرسته له یادې کورنۍ سره د اقتصادي لاسنیوي او بشري خواخوږۍ په موخه ترسره شوه.
د پېښو له امله د زیانمنو شوو هېوادوالو لاسنیوی د افغاني سرې میاشتې لومړیتوب دی.
