سرپرست سکرتر جنرال په افغانستان کې د نړیوال فدراسیون له مسئولینو سره وکتل!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۸ - ۱۵:۳۱
خبر

سرپرست سکرتر جنرال په افغانستان کې د نړیوال فدراسیون له مسئولینو سره وکتل!

د افغاني سرې میاشتې‎ سرپرست سکرتر جنرال ښاغلي مولوي روح الله عبدالسلام نن دوشنبه، د شوال میاشتې پر ۳۰مه، د خپلو مرستیالانو په شتون کې په افغانستان کې د نړیوال فدراسیون له سرپرست مسئول ښاغلي احمد سلیمان او د ستراتیژيکې همغږۍ او بشري دیپلو ماسۍ له مسئولې آغلې هُما نادر سره له ګاونډيو هېوادونو د بېرته راستنېدونکو کډوالو د کورنيو د شمېر زياتوالي ته په کتو د هغوی د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه د بشري مرستو د پراختیا په تړاو ناسته وکړه.
ناسته کې سرپرست سکرتر جنرال د راستنو شویو کډوالو کورنیو د اقتصادي ستونزو په اړه د نړیوال فدراسیون له سرپرست مسئول سره معلومات شریک کړل او د یادو کورنیو د اقتصادي ودې او پر ځان د بسياینې برخه کې یې هغوی ته د کوچنیو کاروبارونو د پروژو د پیل غوښتنه وکړه. 
همدا ډول یاد پلاوي راستنېدونکو کډوالو ته د افغاني سرې میاشتې له لوري ترسره کېدونکي خدمات وستایل او ژمنه یې وکړه چې د راستنو شویو کډوالو ستونزو ته به رسېدنه کوي.
دا راز دوى په خپلو خبرو کې د راستنېدونکو کډوالو لاسنیوی او ملاتړ د ټولو ملي او نړیوالو خیريه مرستندویه بنسټونو ګډ مسئولیت یاد کړ او په دې برخه  کې يې د هر راز همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۱۰:۱۶
Background image

خوست کې زرګونه اړمنو هېوادوالو ته پراخ روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي دي

دوشنبه، ١٠ صَفَر ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د خوست ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ١٥٧٨٣ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۹:۵۴
Background image

پکتيا؛ د ځوانانو او رضاکارانو ښوونیز مرکز کې سلګونه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي

دوشنبه، ١٠ صَفَر ۱۴۴٧
 د ‎افغاني سرې میاشتې اړوند د پکتيا ولایت د ځوانانو او رضاکارانو ښوونیز مرکز کې د تېرو ۳ میاشتو په ترڅ کې ١٨٠ زده کوونکو ته د اسلامي ښوونې، سیرت النبي ﷺ، لیک لوست،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۱۶:۲۴
Background image

د ختیځ زون د مرستون ممتاز زده کوونکي وستایل شول

یکشنبه، ۹ صَفَر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري، ننګرهار ولایت کې د مرستون هغه زده کوونکي، چې په بېلابېلو ښوونځیو کې په عالي درجو بریالي شوي و؛ د جلال اباد ښار د پوهنې امريت، ښوونځيو،. . .

BACK TO NEWS