سرپرست سکرتر جنرال په افغانستان کې د نړیوال فدراسیون له مسئولینو سره وکتل!

سرپرست سکرتر جنرال په افغانستان کې د نړیوال فدراسیون له مسئولینو سره وکتل!
د افغاني سرې میاشتې سرپرست سکرتر جنرال ښاغلي مولوي روح الله عبدالسلام نن دوشنبه، د شوال میاشتې پر ۳۰مه، د خپلو مرستیالانو په شتون کې په افغانستان کې د نړیوال فدراسیون له سرپرست مسئول ښاغلي احمد سلیمان او د ستراتیژيکې همغږۍ او بشري دیپلو ماسۍ له مسئولې آغلې هُما نادر سره له ګاونډيو هېوادونو د بېرته راستنېدونکو کډوالو د کورنيو د شمېر زياتوالي ته په کتو د هغوی د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه د بشري مرستو د پراختیا په تړاو ناسته وکړه.
ناسته کې سرپرست سکرتر جنرال د راستنو شویو کډوالو کورنیو د اقتصادي ستونزو په اړه د نړیوال فدراسیون له سرپرست مسئول سره معلومات شریک کړل او د یادو کورنیو د اقتصادي ودې او پر ځان د بسياینې برخه کې یې هغوی ته د کوچنیو کاروبارونو د پروژو د پیل غوښتنه وکړه.
همدا ډول یاد پلاوي راستنېدونکو کډوالو ته د افغاني سرې میاشتې له لوري ترسره کېدونکي خدمات وستایل او ژمنه یې وکړه چې د راستنو شویو کډوالو ستونزو ته به رسېدنه کوي.
دا راز دوى په خپلو خبرو کې د راستنېدونکو کډوالو لاسنیوی او ملاتړ د ټولو ملي او نړیوالو خیريه مرستندویه بنسټونو ګډ مسئولیت یاد کړ او په دې برخه کې يې د هر راز همکارۍ ډاډ څرګند کړ.