زلزله ځپلو د لاسنیوي په موخه د سرې میاشتې او نړیوالو کاري شریکانو ګډه ناسته وشوه

یکشنبه، ۲۱ ربیع الأول ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي حافظ عزیزالرحمن، په افغانستان کې د سرې میاشتې د کاري شریکانو ( آی سي آر سي، ملي ټولنو نړیوال فدراسیون، ترکیې او قطر سرو میاشتو، ناروې او ډنمارک سروصلیبونو) له استازو سره ناسته وکړه، چې موخه یې د هېواد په ختيځو ولایتونو کې د وروستۍ خونړۍ زلزلې له امله د زیانمنو شویو هېوادوالو لاسنيوی، د ستونزو حل او د دايمي سرپناه برابرولو پر لارو چارو بحث کول وه.
ناسته کې ښاغلي حافظ عزیز الرحمن د ختيځو ولایتونو زیانمنو شوو کورنیو ته د افغاني سرې میاشتې له لوري د لومړنیو روغتیايي مرستو، لنډمهالې سرپناه، پخو خوړو د وېش، څښاک پاکو اوبو او د خدمت په موخه د مؤظف شوي پرسونل په اړه معلومات وړاندې کړل او د زلزله ځپلو اړتیاوې یې ورسره شريکې کړې، نوموړي له کاري شریکانو څخه د زیانمنو شوو کورنیو د ځان بسیاینې، کورونو جوړولو او نورو مؤثرو پروژو د پیل او مرستو د پراختیا غوښتنه وکړه.
کاري شریکانو په وروستۍ زلزله کې زیانمنو شوو وګړو ته د افغاني سرې میاشتې له لوري پر وړاندې کېدونکو چټکو، پر وخت او اغېزمنو خدمتونو خوښي وښوده او د ملاتړ ډاډ یې وړاندې کړ، دوی ژمنه وکړه چې د زلزله ځپلو کورنیو له اړتیاوو سره سم به خپلې مرستې تنظيم کړي او د هغوی د دايمي هستوګنې لپاره به هڅو ته دوام ورکړي.