رحمان مېنه کې د افغاني سرې میاشتې اړوند پر ۱۰۲۷۵ متر مربع ځمکه د پانګونې لپاره د داوطلبۍ ناسته ترسره شوه
یکشنبه، ۵ محرم ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس، ښاغلي شیخ الحدیث شهابالدین دلاور، په حضور کې د دې ادارې اړوند د کابل ولایت د رحمان مېنې پر ۱۰۲۷۵ متر مربع ځمکه د پانګونې په موخه د داوطلبۍ ناسته د مرکزي دفتر په ودانۍ کې ترسره شوه.
دغه ناسته چې د تهيې او تدارکاتو آمریت له لوري تنظیم شوې وه، درېیو ودانیزو شرکتونو په کې ګډون کړی و. ټاکل شوې ده چې د داوطلبۍ اسنادو له هر اړخیزې ارزونې او کره کتنې وروسته، د یادې ځمکې د پانګونې قرارداد د نافذه شرایطو له مخې وړ او مستحق شرکت ته ورکړل شي.
افغاني سره میاشت ژمنه ده چې په تدارکاتي چارو کې د روڼتیا، عدالت او حساب ورکونې اصولو ته په پام سره، د اړتیا وړ خدمتونو او پروژو د پلي کولو لپاره اغېزمن او معیاري میکانیزمونه عملي کړي.
