د ځان بسیاینې پر لور؛ هرات کې ۵۰ اړمنې مېرمنې د خیاطۍ حرفوي زده کړو ته شاملې شوې
پنجشنبه، ۲۷ ذو القعده ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت په شینډنډ او زنده جان ولسوالیو کې ۵۰ هغه اړمنې او راستنې شوې مېرمنې د خیاطۍ حرفوي زده کړو ته شاملې شوې، چې د طبیعي پېښو، اقلیمي بدلونونو او کډوالۍ له امله زیانمنې شوې وې.
ټاکل شوې ده، چې ګډونوالې د شپږو میاشتو لپاره د خیاطۍ په روزنیزو مرکزونو کې مسلکي زده کړې ترلاسه کړي او له فراغت وروسته به ورته تصدیق پاڼې هم ورکړل شي.
همدارنګه د دغو مېرمنو د کورنیو سرپرستانو ته د زدهکړو له پیل وړاندې د خیاطۍ د وسایلو او اړینو توکو د پېرلو لپاره ۳۰۰ زره افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه، چې له مخې یې د هرې مېرمنې لپاره ۶ زره افغانۍ ځانګړې شوې وې.
دغه پروګرام د اقلیمي بدلونونو پروژې په چوکاټ کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون په مالي ملاتړ پلې کېږي، چې موخه یې د زیانمنو او راستنو شویو مېرمنو د حرفوي مهارتونو لوړول، اقتصادي پیاوړتیا او ځان بسیاینه ده.
د یاد پروګرام له مخې په هره ولسوالۍ کې د خیاطۍ دوه روزنیز مرکزونه جوړ شوي، چې د اړتیا وړ وسایل لکه مېزونه، څوکۍ، برېښنايي او عادي ماشينونه او د پرېکولو مېزونه ورته برابر شوي دي.
افغاني سره میاشت هڅه کوي د حرفوي زده کړو او معیشتي پروګرامونو له لارې اړمنو مېرمنو ته د کار، عاید او ځان بسیاینې فرصتونه برابر کړي
