د مرکزي دفتر مسٸولينو ته د ستراتيژيک پلان جوړونې په اړه د پوهاوي ورکشاپ ورکړل شو

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۴ - ۱۶:۹
د مرکزي دفتر مسٸولينو ته د ستراتيژيک پلان جوړونې په اړه د پوهاوي ورکشاپ ورکړل شو

سې شنبه، ۱۹ محرم الحرام ۱۴۴۷

د یوه اغېزمن او جامع ستراتیژیک پلان جوړونې په موخه مرکزي دفتر کې د افغاني سرې میاشتې د مرستیال ښاغلي حافظ عزیزالرحمن او په افغانستان کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون د مرستیال ښاغلي احمد سلیمان په شتون کې د سکرتر جنرال مرستیالانو، د مرکزي ریاستونو رئیسانو، سلاکارانو او مستقلو امریتونو مسئولینو ته د پوهاوي یو ورځنی ورکشاپ ورکړل شو.

د ورکشاپ په پرانیسته کې په عملیاتي چارو کې د سکرتر جنرال مرستیال ښاغلي مولوي روح الله عبدالسلام وویل، افغاني سره میاشت هڅه کوي، څو د تېر ستراتيژیک پلان پیاوړو او کمزورو نقطو تر ارزونې وروسته د راتلونکي لپاره داسې یو ستراتيژیک پلان جوړ کړي، څو له مخې یې مرستندویه چارې په منظم او اغېزمن شکل پر مخ یو وړل شي. نوموړي زیاته کړه، چې کاري ټيم باید د نوي ستراتیژیک پلان په جوړولو کې پخوانی پلان په کره توګه و ارزوي، څو له نیمګړتیاوو مخنیوی وشي.

ورکشاپ کې د اطلاعات او خپرونو رئيس ښاغلي جمعه خان نائل د روزونکي په توګه ګډونوالو ته د پلان جوړونې، ستراتیژیک پلان د اهمیت، موخو، پړاوونو او مدیریت په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۴ - ۱۶:۹
Background image

د مرکزي دفتر مسٸولينو ته د ستراتيژيک پلان جوړونې په اړه د پوهاوي ورکشاپ ورکړل شو

سې شنبه، ۱۹ محرم الحرام ۱۴۴۷

د یوه اغېزمن او جامع ستراتیژیک پلان جوړونې په موخه مرکزي دفتر کې د افغاني سرې میاشتې د مرستیال ښاغلي حافظ عزیزالرحمن او په افغانستان کې د ملي ټولنو نړیوال. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۴ - ۱۱:۲۶
Background image

د اسلام قلعه او میلک بندرونو له لارې راستنېدونکو کډوالو سره د افغاني سرې میاشتې دوامداره بشري او روغتيايي مرستې

سې شنبه ، ۱۹ محرم الحرام ۱۴۴۷ 

د افغاني سرې میاشتې د کارکوونکو او رضاکارانو له لوري، د هرات ولایت په اسلام‌قلعه بندر او نیمروز ولایت په میلک بندر کې له ایران څخه راستنو شوو کډوالو ته د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۴ - ۹:۴۱
Background image

کندز ولايت کې د ٧٩٧١ هېوادوالو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې ده

سې شنبه، ١٩ محرم الحرام ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د کندز ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٣٧٤٧ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

BACK TO NEWS