د راستنې شوې کورنۍ بېړنى لاسنيوى؛ خوست کې ورسره غیر خوراکي مرسته وشوه
پنجشنبه، ۲۵رجب ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د خوست ولایت په مرکز کې له هغې تازه راستنې شوې کډوالې کورنۍ سره د لنډمهالې سرپناه په موخه د غیر خوراکي توکو بېړنۍ مرسته وشوه، چې په دې سوړ ژمي کې يې د استوګنې لپاره څه نه لرل او د سرپناه د نشتون له امله تر شنه اسمان لاندې اوسېده.
په ترسره شوې مرسته کې ۱ خېمه، ۵ کمپلې، ۱ ترپال، ۱ د پخلنځي د توکو سیټ او ۲ د اوبو بوشکې شاملې وې.
د راستنو شوو هېوادوالو خدمت، لاسنیوی او د هغوی د ژوند د لومړنیو اړتیاوو پوره کول د افغاني سرې میاشتې له لومړیتوبونو څخه دي.
