د بېلابېلو توکو د چمتو کولو په موخه د داوطلبۍ ناستې وشوې

دوشنبه، ۲۰ ربیعالآخر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې مرکزي دفتر کې ۱۳ قلمه د روغتیا ساتنې بستو، ۱۸ قلمه انساني کرامت بستو او ۳ قلمه نشراتي توکو د چمتو کولو په موخه د داوطلبۍ درې جلا جلا ناستې وشوې.
دغه ناستې چې د افغاني سرې میاشتې د تهیې او تدارکاتو آمریت له لوري ترتیب شوې وې، موخه یې د روغتیايي ساتنې بستو، انساني کرامت بستو او نشراتي توکو چمتو کول و.
په داوطلبیو کې ۱۱ سوداګريزو او لوژستیکي شرکتونو ګډون درلود چې د اسنادو تر دقیقې ارزونې وروسته، هغه شرکتونه چې د شرایطو له مخې ګټونکي وګڼل شي، د یادو پروژو د ترسره کولو قراردادونه به ترلاسه کړي.