د افغاني سرې میاشتې نویو رضاکارانو ته د عامه پوهاوي ښوونیز ورکشاپ پای ته ورسېد
دوشنبه، ۸ رجب ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې ټولنې اړوند د ځوانانو او رضاکارانو ریاست له لوري مرکزي دفتر کې ۴۵ تنو نویو ثبت شویو رضاکارانو ته د رضاکارانه خدمتونو او فعالیتونو په اړه د عامه پوهاوي درې ورځنی ښوونیز ورکشاپ د تصدیق پاڼو په وېش سره پای ته ورسېد.
رضاکارانو ته د دایر شوي ورکشاپ پای غونډه کې د ځوانانو او رضاکارانو رئیس ښاغلي مولوي عارف الله منصور په خپلو خبرو کې رضاکاران د افغاني سرې میاشتې د بشري خدمتونو مهمه او نه جلا کېدونکې برخه وبلله. نوموړي زیاته کړه، چې د رضاکارانو هڅې، ژمنتیا او فداکاري د دې سبب ګرځي؛ څو بشري مرستې پر وخت او اغېزمن ډول تر اړمنو او پېښځپلو کورنیو ورسېږي.
دا راز نوموړي د ورکشاپ له ګډونوالو وغوښتل چې د دې ادارې د بېطرفۍ، بشر پالنې او رضاکارۍ د اصولو په پام کې نیولو سره د بشري خدمتونو وړاندې کولو پر مهال له هر ډول توپیري چلند څخه ځان وساتي او د سرې میاشتې نوم او باور لا پیاوړی کړي.
دغه درې ورځني ورکشاپ کې نویو ثبت شویو رضاکارانو ته د رضاکار د پېژندنې، اخلاقو، بشري فعالیتونو، رضاکارۍ د اصولو، د سرې میاشتې نښانونو د پېژندنې او لومړنیو روغتیايي مرستو وړاندې کولو برخه کې د رضاکار د رول په اړه لازم معلومات وړاندې شول.
