د افغاني سرې میاشتې مشرتابه، زابل کې د اړمنو ستونزو د حل او مرستو د پراخوالي ډاډ ورکړ

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۱۵:۴۲
خبرونه

د افغاني سرې میاشتې مشرتابه، زابل کې د اړمنو ستونزو د حل او مرستو د پراخوالي ډاډ ورکړ


نن سه شنبه د ذوالقعدې میاشتې پر ۲۹ مه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور او د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن سره ددې خیریه ملي ټولنې اړوند د زابل ولایت نمایندګۍ مسٸول ښاغلي عبدالمنان فاروق د یاد ولایت د اړمنو او بې سرپرسته وګړو د اقتصادي ستونزو د حل په موخه لیدنه وکړه.
 
ناسته کې د زابل ولایت نمایندګۍ مسٸول د دغه ولایت د اوسېدونکو ستونزې شریکې او په همدې تړاو یې د افغاني سرې میاشتې له رهبرۍ څخه د مرستو د پراخوالي غوښتنه وکړه.

ورپسې سرپرست عمومي رئیس د یاد ولایت د اړمنو او بې سرپرسته وګړو د ستونزو د حل او د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د برابرولو ترڅنګ ددغه ولایت اړمنو وګړو ته د بشري مرستو د پراختیا او لا ډيرښت په موخه ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۶:۴۳
Background image

هرات؛ په څلورو ناحیو کې د افغاني سرې میاشتې د ولایتي مجامعو نوي غړي وټاکل شول

شنبه، ۱۲ جمادی‌ الأولى ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ښار په څلورمه، شپږمه، یوولسمه او پنځلسمه ناحیو کې د ولایتي مجامعو د نویو غړو د ټاکنې او پېژندنې غونډې ترسره شوې، چې په کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۳:۵۳
Background image

بلخ؛ د جګړو او وچکالۍ له امله ۱۰۰۰ زيانمن بزګرانو ته ۲۳ میلیونه افغانۍ ووېشل شوې

شنبه، ۱۲ جمادی‌ الأولى ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بلخ ولایت په دولت‌ آباد ولسوالۍ کې د جګړو او وچکالۍ له امله پر ۱۰۰۰ زيانمنو بزګرانو ۲۳ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

ی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۹:۱۳
Background image

کابل؛ د اوبو رسولو شبکو د سروې او ډیزاین ورکشاپ پیل شو

شنبه، ۱۲ جمادی‌ الأولى ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د روغتیايي خدمتونو ریاست له لوري په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مالي ملاتړ د اوبو، روغتیا ساتنې او د اوبو رسولو شبکو. . .

BACK TO NEWS