بلخ؛ د جګړو او وچکالۍ له امله ۱۰۰۰ زيانمن بزګرانو ته ۲۳ میلیونه افغانۍ ووېشل شوې

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۳:۵۳
B

شنبه، ۱۲ جمادی‌ الأولى ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بلخ ولایت په دولت‌ آباد ولسوالۍ کې د جګړو او وچکالۍ له امله پر ۱۰۰۰ زيانمنو بزګرانو ۲۳ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

یاده مرسته د سره صلیب نړیوالې کمېټې له لوري چمتو شوې وه، چې هر بزګر ته ۲۳ زره افغانۍ ورکړل شوې.

د دې پروګرام موخه د بې‌ ځایه شویو بزګرانو د بېړنیو اړتیاوو پوره کول او د هغوی د اقتصادي ستونزو راکمولو کې مرسته ده.

افغاني سره میاشت د خپلو بشري پروګرامونو له لارې د ناورینونو او وچکالۍ له امله له بې‌ ځایه شویو کورنیو سره د مرستو لړۍ ته دوام ورکوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۲:۱۸
Background image

لوګر، غزني؛ پر ۱۳۲ سېلاب ځپلو کورنیو ۱ میلیون او ۳۸۶ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

یکشنبه، ۱۳ جمادی الأولی ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د لوګر ولایت په محمد آغې ولسوالۍ کې پر ۱۲۰ او د غزنې ولایت د مرکز په قلعه امیر محمد خان او روضې سیمو کې پر ۱۲ سېلاب ځپلو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۲:۰
Background image

بغلان؛ ۵۰۰ زیانمن بزګران د ۱۱.۵ میلیونه افغانیو له نغدي مرستې برخمن شول

یکشنبه، ۱۳ جمادی‌ الأولى ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د جګړو او وچکالۍ له امله ۵۰۰ زیانمن بزګران د ۱۱.۵ میلیونه افغانیو له نغدي مرستې برخمن. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۴۸
Background image

لغمان، پنجشېر؛ له ۸۱ سېلاب ځپلو کورنیو سره ۸۵۰ زره او ۵۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وشوه

یکشنبه، ۱۳ جمادی‌ الأولى ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ د نورلام درې په سیمه کې له ۷۰ او د پنجشېر ولایت د درې ولسوالۍ په کرمان کلي کې له ۱۱ سېلاب ځپلو. . .

BACK TO NEWS