کابل؛ د اوبو رسولو شبکو د سروې او ډیزاین ورکشاپ پیل شو
شنبه، ۱۲ جمادی الأولى ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې ټولنې د روغتیايي خدمتونو ریاست له لوري په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مالي ملاتړ د اوبو، روغتیا ساتنې او د اوبو رسولو شبکو د سروې او ډیزاین په اړه شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو.
په ورکشاپ کې د روغتیايي خدمتونو ریاست د اوبو او روغتیا ساتنې آمریت اړوند ۱۲ تنو کارکوونکو ګډون کړی دی.
د ورکشاپ د پرانیستې په مراسمو کې د افغاني سرې میاشتې د روغتیايي خدمتونو رئیس ډاکټر عبدالله عرفان د کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړول د بشري خدمتونو د کیفیت او د چارو د اغېزمنتیا لپاره مهم وبلل. نوموړي د روزنیزو پروګرامونو د مالي ملاتړ په برخه کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې له همکارۍ مننه وکړه او له ګډونوالو یې وغوښتل چې له دې فرصت څخه اعظمي ګټه واخلي، په بحثونو او عملي فعالیتونو کې فعاله ونډه واخلي او خپلې زده کړې له نورو همکارانو سره شریکې کړي.
د دغه شپږ ورځني ورکشاپ په ترڅ کې به ګډونوالو ته د اوبو او روغتیا ساتنې، د اوبو رسولو شبکو د سروې، تخنیکي ارزونې او ډیزاین په اړه اړین معلومات، مسلکي لارښوونې او عملي زدهکړې وړاندې شي.
