د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس د لویدیځ زون د مرستون او د رواني روغتیا مرکز ارزونه وکړه
یکشنبه، ۱۱ شوال ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، هرات کې د لویدیځ زون په کچه له مرستون او د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې له مرکز څخه لیدنه وکړه.
نوموړي په مرستون کې د مېشتو اړمنو او بې سرپرسته کورنیو د وضعیت او اړتیاوو تر ارزونې وروسته، د رواني ناروغانو لپاره د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدمتونو کیفیت، تفرېحي اسانتیاوې، پخلنځي او استوګنځایونه هم وکتل.
ښاغلي دلاور د مرکز له مسؤولینو وغوښتل چې له ناروغانو سره پر ښه چلند، نېکې رویې او د چاپېریال پر پاکوالي جدي پاملرنه وکړي او د هغوی ترسره کېدونکي خدمتونه یې وستایل.
هغه وویل: افغاني سره میاشت به د رواني ناروغانو د لا ښې پاملرنې لپاره د درملنې او هر اړخیزو خدمتونو د پراختیا په موخه لازم ګامونه واخلي او هڅه به وکړي چې یادو ناروغانو ته لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي.
د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس له لوري دا ډول له نږدې لیدنې او ارزونې د خدمتونو د واقعي وضعیت په درک او د کیفیت په ښهوالي کې مهم رول لري.
