د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس د پکتیکا ولایت په ګیان ولسوالۍ کې زلزله ځپلو سیمو ته سفر وکړ او د زلزلې له امله د شویو شهیدانو وارثینو او قومي مشرانو ته یې د فاتحې تر څنګ له نوموړو سره په لیدنه کې د زلزله ځپلو سیمو ستونزې او اړتیاوې واورېدې!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۵/۱۱ - ۹:۱۶
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس د پکتیکا ولایت په ګیان ولسوالۍ کې زلزله ځپلو سیمو ته سفر وکړ او د زلزلې له امله د شویو شهیدانو وارثینو او قومي مشرانو ته یې د فاتحې تر څنګ له نوموړو سره په لیدنه کې د زلزله ځپلو سیمو ستونزې او اړتیاوې واورېدې!

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص نن د محرم الحرام پر ۳مه د پکتیکا ولایت په ګیان ولسوالۍ کې زلزله ځپلو سیمو ته سفر وکړ او د زلزلې له امله د شویو شهیدانو وارثینو او قومي مشرانو ته یې د فاتحې تر څنګ له نوموړو سره په لیدنه کې د زلزله ځپلو سیمو ستونزې او اړتیاوې واورېدې.

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص قومي مشرانو ته وویل، چې سیمې ته یې سفر شهیدانو ته د فاتحې تر څنګ د زلزله ځپلو کورنیو د اوږدمهالي او بنسټیز لاسنیوي په موخه کړی.

نوموړي وویل، چې ده د افغاني سرې میاشتې د سروې او ارزونې د ټیمونو له لوري ترلاسه کړي معلومات او د سیمې اړتیاوې او ستونزې له رئیس الوزرا سره شریکې کړې، چې له نیکه مرغه په سیمه کې د هر اړخیزې سروې لپاره د ۴ ارګانونو ګډه کمیټه جوړه شوه او په ګیان ولسوالي کې د یادې هر اړخیزې سروې مسؤلیت افغاني سرې میاشتې ته وسپارل شو، چې ان شاءالله په پوره شفافیت به یې ترسره کړي.

نوموړي وویل دی له قومي مشرانو هیله لري، چې د افغاني سرې میاشتې له لوري په هره ترسره کېدونکې سروې او ارزونه کې شفافیت په پام کې ونیسي او دوی ته تل هغه کورنۍ ور په ګوته کړي، چې واقعاً زیانمنې شوې وي؛ ترڅو دوی یې بنسټیز لاسنیوی وکړي. د نوموړي پر وینا مسلمانان یو جسم دی؛ ځکه خو مونږ او تاسې یو جسم یو او لازمه ده بدن کې هغه برخه تداوي شي، چې دردمنه وي؛ د بلې برخې تداوي کول د ستونزې حل ندی؛ مونږ هیله لرو مونږ ته واقعي زیانمن راپه ګوته کړئ. نوموړي وویل ما له نړیوالو له زلزله ځپلو وګړو سره د مرستو پرلپسې غوښتنه کړې او افغاني سره میاشت به دغه مرستې تر تاسې تل شفافې را ورسوي.

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص وویل مونږ ددې لپاره راغلي یو، چې دلته د مرستو خودسرۍ نورې پای ته ورسېږي، ترڅو کوم څوک پر دې ولس تجارت ونکړي.

ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د قومي مشرانو له لوري سیمې ته د ثابت کلینیک د غوښتنې په ځواب کې وویل، چې دی د سیمې د وګړو روغتیایي اړتیاوې ویني او هڅه به وکړي، چې د ناروغانو د درملنې لپاره د سیمې له اړتیاو سره سم لازم اقدامات وکړي. نوموړي قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې افغاني سره میاشت به په مرستو کې بنسټیز اقدامات کوي، ترڅو ددې ولس ستونزې په بنسټیز ډول حل شي.

په ناسته کې د سیمې قومي مشرانو له ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص څخه مننه وکړه، چې له هر چا لومړی یې د دوی لاسنیوی وکړ او د دوی اوښکې یې وچې کړې. د نوموړو پر وینا "افغاني سرې میاشتې چې له مونږ سره کومې مرستې کړي مونږ به یې تر مرګه هېر نکړو؛ افغاني سرې میاشتې زمونږ اوښکې وچې کړې، مونږ یې بې درده کړو او زمونږ کور کور ته یې رسیدګي وکړه".

قومي مشرانو په خپلو غوښتنو کې وویل چې افغاني سره میاشت مونږ په خپلو پښو ودرولی شي. د دوی پر وینا مونږ ته دې اساسي کورونه جوړ شي، موقتي یا د خټو کورونه زمونږ ستونزه نه شي حل کولی.

قومي مشرانو وویل "په ګیان ولسوالۍ کې د دوی ۱۴۵ مسجدونه، ۷ مدرسې ړنګ شوي او ۱۰ ښوونځي یې ودانۍ نه لري، چې باید افغاني سره میاشت یې په جوړولو کې له دوی سره مرسته وکړي".

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې د دوی ټولې ستونزې او اړتیاوې به مستقیم له رئیس الوزراء سره شریکوي او په اړه به یې لازم اقدامات کوي.

 

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس د پکتیکا ولایت په ګیان ولسوالۍ کې زلزله ځپلو سیمو ته سفر وکړ او د زلزلې له امله د شویو شهیدانو وارثینو او قومي مشرانو ته یې د فاتحې تر څنګ له نوموړو سره په لیدنه کې د زلزله ځپلو سیمو ستونزې او اړتیاوې واورېدې!

 

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس د پکتیکا ولایت په ګیان ولسوالۍ کې زلزله ځپلو سیمو ته سفر وکړ او د زلزلې له امله د شویو شهیدانو وارثینو او قومي مشرانو ته یې د فاتحې تر څنګ له نوموړو سره په لیدنه کې د زلزله ځپلو سیمو ستونزې او اړتیاوې واورېدې!

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۸:۲۵
Background image

د بلخ او سمنګان زلزله‌ ځپلو لپاره د مرستو چمتو کولو په اړه ناسته وشوه

دوشنبه، ۱۲ جمادى الأولى ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال عملياتي مرستیال ښاغلي مولوي روح‌الله عبدالسلام، په افغانستان کې د نړيوالو کاري شریکانو ( آی سي آر سي، ملي ټولنو نړیوال. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۶:۵۸
Background image

د خوندي لاسرسي په اړه درې ورځنی روزنیز ورکشاپ دایر شو

دوشنبه، ۱۲ جمادى الأولى ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې اړوند د ساتنې او خوندیتوب ریاست د مرکز او سیمه‌ ایزو زونونو د ۲۰ کارکوونکو لپاره د آی‌ سي‌ آر‌ سي په مالي ملاتړ د خوندي لاسرسي په اړه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۲:۱۲
Background image

سمنګان؛ تېرو ۳۰ ورځو کې زرګونو هېوادوالو ته پراخ روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي دي

يکشنبه، ١١ جمادى الأولى ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د سمنګان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٣٤٢٦ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

BACK TO NEWS