افغاني سرې میاشتې پروان کې د واورې له امله زیانمنې کورنۍ سره بېړنۍ مرسته وکړه
یکشنبه، ۱۳ شعبان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د پروان ولایت د سیاګرد ولسوالۍ په یخدرې سیمه کې د واورې د ورښت له امله یوې زیانمنې کورنۍ سره د لنډمهالې سرپناه د برابرولو په موخه ۴ قلمه غیر خوراکي مرسته وشوه.
په مرسته کې ۱ خېمه، ۴ کمپلې، ۱ ترپال او ۱ د پخلنځي د توکو سیټ شامل و.
د یادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې هم په یاده ولسوالۍ کې پر یوې زیانمنې کورنۍ ورته مرسته وېشل شوې وه.
افغاني سره میاشت تل د طبیعي پېښو له امله د زیانمنو شوو کورنیو لاسنیوي ته لومړیتوب ورکوي او هڅه کوي؛ څو د هغوی ژوند ته لازمې آسانتیاوې برابرې کړي.
