جوزجان کې د افغاني سرې میاشتې له ښوونیز مرکز څخه ۸۳ زده کوونکي فارغ شول
پنجشنبه، ۲۳ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د جوزجان ولایت د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۸۳ زده کوونکي د اسلامي زده کړو، انګلیسي او دري ژبو، کمپیوټر او ریاضي په برخو کې د درې میاشتنیو زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
په یاد ښوونیز مرکز کې دا مهال شاوخوا ۱۵۰ تنه هغه زده کوونکي په بېلابېلو برخو کې لنډمهاله وړیا زده کړې ترلاسه کوي، چې په شخصي ښوونیزو مرکزونو کې د فیس ورکولو توان نه لري.
افغاني سره میاشت د خپلو ښوونیزو مرکزونو له لارې اړمنو ځوانانو ته د وړیا مسلکي زده کړو او مهارتونو د ترلاسه کولو فرصتونه برابروي.
