امنیتي منسوبینو ته د افغاني سرې میاشتې د پېژندنې په اړه د پوهاوي ورکشاپ پای ته ورسېد

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۱۳:۲۷
امنیتي منسوبینو ته د افغاني سرې میاشتې د پېژندنې په اړه د پوهاوي ورکشاپ پای ته ورسېد

پنجشنبه، ۴ ربیع الأول ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د حقوقي چارو او بشري دېپلوماسۍ ریاست په نوښت د کورنیو چارو وزارت اړوند د کابل ملي پولیسو روزنیز مرکز قومندانۍ د بېلابېلو برخو مسئولینو او منسوبینو ته د یاد مرکز قومندانۍ کې د "افغاني سرې میاشتې او غورځنګ د اجزاوو د پېژندنې" تر عنوان لاندې دوه ورځنی د پوهاوي ورکشاپ پای ته ورسېد.
 ورکشاپ کې ګډونوالو ته د افغاني سرې میاشتې د تاریخچې، کاري مسئولیتونو، غورځنګ د پېژندنې،  اووګونو بنسټیزو اصولو د ماهیت، د سرې میاشتې  نښان د کارونې او ددې خیریه، ناپلوې، ناپېیلې او ملي ټولنې د بشرپاله فعالیتونو او خدمتونو په اړه تفصیلي او هر اړخیز معلومات وړاندې شول.
ورکشاپ د امنیتي او نظامي برخو منسوبینو لپاره په دې موخه جوړ شوی وه، څو د افغاني سرې میاشتې د رسالت، کاري مسئولیتونو او د بشرپاله فعالیتونو په اړه بشپړ او واضح پوهاوی ترلاسه کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۱۵:۰
Background image

کابل؛ د ترکیې سرې میاشتې په مرسته مرکزي مرستون کې بیارغول شوې ودانۍ او د لمریزې برېښنا سیستم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

پنجشنبه، ۴ ربیع الاول ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې په مرکزي مرستون کې د ترکیې سرې میاشتې په مالي مرسته د مرستون د ودانۍ، نهه نورو بېلابېلو څانګو د بیا رغونې او لمریزې برېښنا سیستم د نصب. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۱۳:۲۷
Background image

امنیتي منسوبینو ته د افغاني سرې میاشتې د پېژندنې په اړه د پوهاوي ورکشاپ پای ته ورسېد

پنجشنبه، ۴ ربیع الأول ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د حقوقي چارو او بشري دېپلوماسۍ ریاست په نوښت د کورنیو چارو وزارت اړوند د کابل ملي پولیسو روزنیز مرکز قومندانۍ د بېلابېلو برخو مسئولینو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۷:۱۲
Background image

پروان؛ ۵ سېلاب ځپلو کورنیو سره مرسته وشوه

چهارشنبه، ۳ ربیع الأول ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د پروان ولایت په کوه صافي ولسوالۍ کې له ۵ سېلاب ځپلو کورنیو سره درې قلمه د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه، چې په کې هرې کورنۍ ته یو. . .

BACK TO NEWS