د افغاني سرې مياشتې سرپرست عمومي رئيس: د راستنېدونکو کډوالو هر راز لاسنيوی زموږ کاري وجيبه ده

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۲۱:۲۲
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د یو لوړ پوړي پلاوي په ملتیا هرات ولایت ته له ايران څخه د راستنېدونکو کډوالو د وضعیت ارزونې په موخه سفر وکړ

شنبه، ۲ محرم الحرام ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس، شیخ‌ الحدیث شهاب ‌الدین دلاور، د ا.ا.ا د ریاست‌ الوزراء اداري مرستیال مولوي عبد السلام حنفي، د ښار جوړونې وزیر ښاغلي مولوي حمد الله نعماني او د کابينې يو شمېر نورو غړو په ملتيا هرات ولایت ته له ايران څخه د راستنېدونکو کډوالو د وضعیت ارزونې په موخه سفر وکړ.

ياد پلاوي د اسلام‌قلعه بندر کې د افغاني سرې میاشتې له  مرکز او د نورو اړونده ادارو له لورو جوړ شوو پنډغالو څخه ليدنه وکړه او پکې راستنېدونکو کډوالو ته د ترسره کېدونکو بشرپالو او روغتيايي خدمتونو د چارو ارزونه يې وکړه.

یاد پلاوي په یوې ګډې مطبوعاتي ناستې کې خپل معلومات له رسنيو سره شريک کړل او ډاډ يې وښود چې د کډوالو لپاره د ټاکل شوې کمېټې له لورې هر راز چمتووالى نيول شوى دی، او هڅه کېږي چې د لنډمهالې سرپناه برابرولو ترڅنګ روغتيايي خدمتونه او بشري مرستې په منظم شکل ووېشل شي.

د يادونې وړ ده چې ددې بهير د پيل راهيسې  افغاني سرې میاشتې کډوالو ته لاندې خدمتونه وړاندې کړي:
•    ١٠٠٠٠ تنو ته د پخو خوړو وېش؛
•    ۹۰۰۰ تنو ته د وچې ډوډۍ وېش؛
•    ۱۱۵۲۰ تنو ته د څښاک پاکو اوبو برابرول؛
•    د دوو ګرځنده روغتیايي ټیمونو له لارې زرهاوو کډوالو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول، چې پکې معاینه، درمل، پانسمان، مور او ماشوم ته پاملرنه، رواني ملاتړ او روغتیايي پوهاوی شامل دی؛
•     تازه‌راستانه شوو کډوالو  ته د نوم ثبتولو او روغتیايي مرکزونو معرفي کول؛
•     د نادرکه کسانو موندنه او له کورنیو سره یې بېرته يوځاى کول.

ښاغلي دلاور رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، د راستنېدونکو کډوالو هر راز لاسنیوی زموږ کاري وجیبه ده او زياته يې کړه چې د ګرځنده روغتيايي ټيمونو شمېر به له دوو نه څلورو ته لوړ کړو، په ورځني ډول به له ٢ زره نه تر ٦ زره خوراکو پورې د پخو خوړو وېش روان وساتو او د مرستندويه پرسونل په شمېر کې به هم د پام وړ زياتوالى راولو.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۶:۴
Background image

کمک برای ۳ خانواده‌ سیلاب‌زده در ولایت کاپیسا

یک‌شنبه، ۳ محرم‌الحرام ۱۴۴۷ 

 هلال احمر افغانی برای ۳ خانوداه آسیب دیده از سیلاب در ولسوالی نجراب ولایت کاپیسا، کمک‌های غیر غذایی توزیع کرد. در این کمک‌ها برای هر خانواده یک تخته ترپال. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۴:۵۱
Background image

معرفی ۱۰ از بیماران مبتلا به بیماری سوراخ قلب به شفاخانه‌های داخلی

کابل – یک‌شنبه، ۳ محرم‌الحرام ۱۴۴۷ 

هلال احمر افغانی همانند گذشته، بار دیگر ۱۰ تن از بیماران مبتلا به بیماری سوراخ قلب را به منظور تداوی و انجام عملیات در دو شفاخانه داخلی در  کابل. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۲:۵۶
Background image

توزیع ۲۶۷ هزار افغانی کمک نقدی برای ۵۹ خانواده مشمولین بیرونی (نیازمندان و متگدی) در مرستون مرکزی

کابل  یکشنبه، ۳ محرم‌الحرام ۱۴۴۷ 

مبلغ ۲۶۷ هزار افغانی کمک نقدی به منظور رفع نیازهای ابتدایی، برای ۵۹ خانواده نیازمند و متگدی مشمولین بیرونی، درصحن مرستون مرکزی هلال احمر افغانی توزیع. . .

BACK TO NEWS