د افغاني سرې مياشتې سرپرست عمومي رئيس: د راستنېدونکو کډوالو هر راز لاسنيوی زموږ کاري وجيبه ده

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۲۱:۲۲
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د یو لوړ پوړي پلاوي په ملتیا هرات ولایت ته له ايران څخه د راستنېدونکو کډوالو د وضعیت ارزونې په موخه سفر وکړ

شنبه، ۲ محرم الحرام ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس، شیخ‌ الحدیث شهاب ‌الدین دلاور، د ا.ا.ا د ریاست‌ الوزراء اداري مرستیال مولوي عبد السلام حنفي، د ښار جوړونې وزیر ښاغلي مولوي حمد الله نعماني او د کابينې يو شمېر نورو غړو په ملتيا هرات ولایت ته له ايران څخه د راستنېدونکو کډوالو د وضعیت ارزونې په موخه سفر وکړ.

ياد پلاوي د اسلام‌قلعه بندر کې د افغاني سرې میاشتې له  مرکز او د نورو اړونده ادارو له لورو جوړ شوو پنډغالو څخه ليدنه وکړه او پکې راستنېدونکو کډوالو ته د ترسره کېدونکو بشرپالو او روغتيايي خدمتونو د چارو ارزونه يې وکړه.

یاد پلاوي په یوې ګډې مطبوعاتي ناستې کې خپل معلومات له رسنيو سره شريک کړل او ډاډ يې وښود چې د کډوالو لپاره د ټاکل شوې کمېټې له لورې هر راز چمتووالى نيول شوى دی، او هڅه کېږي چې د لنډمهالې سرپناه برابرولو ترڅنګ روغتيايي خدمتونه او بشري مرستې په منظم شکل ووېشل شي.

د يادونې وړ ده چې ددې بهير د پيل راهيسې  افغاني سرې میاشتې کډوالو ته لاندې خدمتونه وړاندې کړي:
•    ١٠٠٠٠ تنو ته د پخو خوړو وېش؛
•    ۹۰۰۰ تنو ته د وچې ډوډۍ وېش؛
•    ۱۱۵۲۰ تنو ته د څښاک پاکو اوبو برابرول؛
•    د دوو ګرځنده روغتیايي ټیمونو له لارې زرهاوو کډوالو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول، چې پکې معاینه، درمل، پانسمان، مور او ماشوم ته پاملرنه، رواني ملاتړ او روغتیايي پوهاوی شامل دی؛
•     تازه‌راستانه شوو کډوالو  ته د نوم ثبتولو او روغتیايي مرکزونو معرفي کول؛
•     د نادرکه کسانو موندنه او له کورنیو سره یې بېرته يوځاى کول.

ښاغلي دلاور رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، د راستنېدونکو کډوالو هر راز لاسنیوی زموږ کاري وجیبه ده او زياته يې کړه چې د ګرځنده روغتيايي ټيمونو شمېر به له دوو نه څلورو ته لوړ کړو، په ورځني ډول به له ٢ زره نه تر ٦ زره خوراکو پورې د پخو خوړو وېش روان وساتو او د مرستندويه پرسونل په شمېر کې به هم د پام وړ زياتوالى راولو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۲:۳۱
Background image

سرپرست عمومي رئیس هرات کې د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون له مرستیال سره وکتل

یکشنبه، ۳ محرم الحرام ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور او مل پلاوي هرات ته د خپل سفر په لړ کې د افغانستان لپاره د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۲:۲۱
Background image

مرکزي مرستون کې پر ۵۹ بېرونيو مشمولينو (اړمنو او سوالګرو) کورنیو ۲۶۷ زره افغانۍ مرسته ووېشل شوه

کابل – یکشنبه، ۳ محرم‌الحرام ۱۴۴۷ هـ ق  
د افغاني سرې میاشتې د کابل مرکزي مرستون په انګړ کې پر ۵۹ بېرونيو مشمولينو (اړمنو او سوالګرو) کورنیو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه ۲۶۷. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۲:۱۳
Background image

په ښوونيزو مرکزونو کې ۲٧٧٠ تنه زده کوونکو ته زده کړې ورکړل شوي دي

يکشنبه، ٣ محرم الحرام ۱۴۴٧
افغاني سرې میاشتې  په تېره يوه اونۍ کې د ټول هېواد په کچه د ځوانانو او رضاکارانو د  ۳٧ ښوونيز مرکزونو له لارې ۲٧٧٠ تنه زده کوونکو ته په بېلابېلو برخو لکه. . .

BACK TO NEWS