افغاني سرې مياشتې په هېواد کې هغو بې وسو کورنیو ته، چې نه شي کولی د خپلې کورنۍ د رواني ناروغانو درملنه، پالنه او ساتنه وکړي؛د رواني ناروغانو د ملاتړ او پالنې مرکزونه ايجاد کړي!

افغاني سرې مياشتې په هېواد کې هغو بې وسو کورنیو ته، چې نه شي کولی د خپلې کورنۍ د رواني ناروغانو درملنه، پالنه او ساتنه وکړي؛د رواني ناروغانو د ملاتړ او پالنې مرکزونه ايجاد کړي. افغاني سره میاشت دا مهال د ټول هېواد په کچه شپږ د رواني نارغانو د پالني او درملنې مرکزونه لري،چې ټولټال د ۲۱۸۲ په شمېر رواني ناروغان په کې تر درملنې او پالنې لاندې دي. د یادو رواني ناروغانو له جملې ۷۹۲ یې د رواني ناروغانو د ساتنې په مرکزونو او پاتې ۱۳۸۹ یې په خپلو کورونو کې تر درملنې لاندې نیول شوي. د یادونې وړ ده،چې د رواني ناروغانو د ساتنې په مرکزونو کې د ۷۹۲ ناروغانو له جملې ٥٨٠ تنه نارينه او ٢١٣ تنه ښځينه رواني ناروغانې دي، چې په جلا جلا ځایونو کې د درملنې او ساتنې سربېره د ژوند ټولې اسانتیاوې ورته برابرې شوې دي.