PastShow all
پکتیا!
پکتیا ولایت کې ورښتونه لا هم د وګړو ژوند ګواښي. د پکتیا ولایت د پټان ولسوالي په کوټ کلي کې یو کور د باران له امله نړیدلی، چې یوه ښځه او درې ماشومان په کې ټپیان شوي.
نورستان!
وانت وایګل د نورستان ولایت لرې پرته غرنۍ ولسوالي ده وروستیو سیلابونو ددې ولسوالۍ په همشوز، جمامیشو او بیلي سیمو کې ۲۰ کورونو ته زیان اړولی. د افغاني سرې میاشتې کارکوونکو او رضاکارانو د. . .
کونړ!
د کونړ ولایت د بېلابېلو سیمو له ۵۱ تثبیت شویو سوالګرو وګړو له کورنیو سره د افغاني سرې میاشتې له لوري ۲۵۵،۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وشوه. یاد سوالګر افغاني سرې میاشتې ته له ورپېژندلو وروسته. . .
لوګر!
وروستیو سیلابونو د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ د ګمران او دوران خېلو په کليو کې هم یو شمېر کورونه اوځمکې زیانمن کړل. پرون د سروې له بشپړیدلو وروسته نن افغاني سرې میاشتې یادو ۷ زیانمنو. . .
زابل!
د زابل ولایت د ارغنداب ولسوالي هم د وروستیو سیلابونو شاهده وه. ددې ولسوالۍ په سیا ګز، سر سردري، پای سردري، منځ نري او ځینو نورو کلیو وروستیو سیلابونو د یو شمېر وګړو سرپناه ړنګه کړې او. . .
ننګرهار!
د ننګرهار ولايت د مهمند درې ولسوالۍ د ډکې په سيمه کې د ورښتونو او سيلاب له امله له ۲ سيلاب ځپلو کورنيو سره د افغاني سرې میاشتې له لوري د خوراکي او غيرخوراکي توکو مرسته وشوه. په مرسته. . .
میدان!
د میدان وردګو ولایت په جلرېز ولسوالۍ ۵۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته د خوراکي توکو د ویش په موخه سروې پيل شوه! په یاده ولسوالۍ کې د افغاني سرې میاشتې له لوري له سیلابونو څو ساعته وروسته. . .
لوګر!
د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ د ګمران او دوران خېلو په کليو کې د وروستیو ورښتونو له امله د زیانمنو شویو کورونو سروې د افغاني سرې میاشتې له لوري د لاسنیوي په موخه ترسره شوه.
لغمان!
لغمان ولایت کې ۶۵ سوالګرو له کورنیو سره ۳۲۵،۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وشوه. یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته ۵۰۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.
